د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازی نن چهارشنبه د تله د ۱۱مې نیټې په سهار وویل: د ایران د ملت او ګټو په نښه کولو او په ملی حاکمیت باندې د حملې په اړه د صهیونیسټ رژیم د ترهه ګرو اقداماتو په وړاندې د جمهوری اسلامي ایران قانونی، منطقی او مشروع ځواب درکول شو.
دغه استازي څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم د نوي غبرګون په صورت کې راتلونکی ځواب ویجاړونکی به وي. د سیمې هېوادونه او د صهیونیسټانو ملاتړي دې له دغه رژیم څخه خپل حسابونه جلا کړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران اردو د تله په لسمه شپه په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او سردار عباس نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې د اشغال شوې سیمې زړه په نښه شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment