د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د تله په لسمه نېټه په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: د مشروع حقوقو په بنیاد او د ایران او سیمې د سولې او امنیت په هدف سره یو پرېکنده ځواب دصهیونیسټ رژیم تیریو ته ورکړل شوی دی.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: دغه اقدام د ایران د خلکو او ګټو په دفاع کې وو.
پزشکیان څرګنده کړه: نتانیاهو باید په دې پوه شی چې ایران جنګیدونکی نه دی، بلکې د هر ډول ګواښ په وړاندې کلک ولاړ دی. دا زموږ د قدرت یوازې یوه برخه ده، له ایران سره په جګړه کې مه اوسئ.
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د تله په لسمه نیټه په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د برید جنرل عباس نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې یې د اشغال شویو سیمو زړه په نښه کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment