AP ۱۴۰۳ تله ۱۰ ۱۷:۵۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85614342
T T
۰ Persons

Tags

په بدخشان کې د طبیعي پیښو د زیانمن شویو ۱۱۴ کورنیو لپاره سرپناه جوړه شوه

کابل- ایرنا- د بدخشان ولایت مقام د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو ۱۱۴ کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بدخشان ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د تله په ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بدخشان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست چارواکو د بدخشان په یمګان او راغستان ولسوالیو کې د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو ۱۱۴ کورنیو لپاره سرپناه جوړه کړې ده.

 ورځپاڼې زياته كړه: پر دغو پناه ځايونو ۲۱۲ زره امريكايي ډالره لګښت راځي.  چارواکي وايي، دغه سرپناه د AHF دفتر لخوا تمویل شوې او د ودان انسټیټیوټ لخوا پلي کیږي.

 د ایرنا په وینا، په بدخشان ولایت کې د اقلیمي بدلونونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې زرګونه کسانو خپل کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .