په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، هرات ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ګرځندوی اونۍ سره هم مهاله د لاسي صنايعو او هنري اثارو اووه ورځنی نندارتون د ترکيې هيواد د سرکنسول او د ياد هيواد د همغږۍ او همکارۍ دفتر (ټيکا) د رئيس عرفات دنیز په ګډون په اختيارالدين تاريخي کلا کې پرانستل شو.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي احمدالله متقی وويل: په دې نندارتون کې د ښځو او نارينه وو لپاره په دوو جلا جلا برخو کې د ټولو هنري او هنري اثارو نمونې نندارې ته ايښودل شوي دي.
متقی زياته کړه: په دې نندارتون کې د هرات تر څنګ د غور، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو د لاسي صنايعو او هنرونو توليدونکو هم ګډون کړى و او خپل اثار او لاسي صنايع يې نندارې ته وړاندې کړل.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار وکړ چې دوى د لاسي صنايعو او هنري اثارو د پراختيا لپاره هلې ځلې کوي.
په ورته وخت کې د ټيکا دفتر رئيس عرفات دنيز چې د دې نندارتون مالي ملاتړی هم دی وویل: د افغان هنرمندانو د هنري اثارو او لاسي صنايعو د پرمختګ لپاره نور پلانونه هم لري.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى رييس مولوي رحمت الله محمدي وويل: دغه نندارتون د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د راجلبولو او دغه راز د دغه ولايت د لاسي صنايعو او توليداتو د معرفي کولو په مقصد جوړ شوى دى.
د هرات د ګرځندوی آمر زیاته کړه: ښاریان کولای شی په وړیا توګه له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړی او د هنرمندانو د ملاتړ په موخه د اړتیا وړ شیان وپیری.
له بلې خوا ګډونوال د دغه نندارتون هرکلى کوي او په ملي او نړيواله کچه د نندارتونونو پر جوړولو ټينګار کوي.
د ایرنا په وینا، په دغه نندارتون کې د هراتي هنرمندانو لاسي صنایع په څه باندې سلو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي چې ۵۰ غرفې د نارینه وو او ۵۰ غرفې د ښځو لپاره دي.
د پیغام پای/
Your Comment