په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن دوشنبه د تله ۹ مه د افغانستان سرپرست حکومت په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
قومي مشرانو له سرپرست حکومت سره د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولو افغانانو ارمان دی او افغانانو یې د واکمنۍ لپاره بې ساري قربانۍ ورکړي دي.
دوی په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو، سړکونو او استنادي دېوالونو د جوړولو او د مخابراتي شبکو د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: دا یو څرګند حقیقت دی چې ولس د اسلامي نظام په ټینګښت کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ او له مجاهدینو سره یې په هره برخه کې همکاري کړې ده.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت لپاره د افغانستان ټول خلک یو شان دي او دا خپله دنده ګڼي چې له تبعیض پرته د ټولو افغانانو خدمت وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment