د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د فدراسیون د مسلمانانو د مذهبی څانګې مشر اعظم مفتی شیخ راویل عین الدین د لبنان د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله په شهادت د دغه هیواد له خلکو سره خواخوږی څرګنده کړه.
د روسيې ستر مفتي په دغه پيغام کې له لوى خداى (ج) څخه شهيد نصرالله ته د فردوس جنت غوښتنه کړې ده.
شیخ عین الدین دغه پیغام ته ادامه ورکړه او لیکلي یې دي: موږ د سید حسن نصرالله په شهادت او په وروستیو ورځو کې د اسرائیلو په بمباریو کې د سلګونو لبنانیانو په شهادت خواشیني یو.
هغه زیاته کړه: مهربان خدای دې زموږ د هغو وروڼو په روحونو رحم وکړي چې د اسرائیلو د تیري قرباني شوي دي او هغوی ته دې ابدي اجر ورکړي.
د ایرنا په وینا، د صهيونېسټ رژيم د غاصب او ترهه ګرې رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د تله د مياشتې په شپږمه نېټه د جنايتکارې امريکې په ملاتړ سره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي، سيد حسن نصرالله د وژلو امر صادر کړ.
د دغه حکم په نتیجه کې د جمعې په ماښام د صهیونیسټ رژيم الوتکو د بیروت په څنډو کې د حاره حریک په سیمه کې د استوګنې سیمې په پرله پسې توګه بمبارې کړې. دصهیونیسټ رژیم ځینو سرچینو اعلان وکړ چې د بیروت په ضاحیه کې برید په عین وخت کې له اتو نه تر دولسو جنګیالیو لخوا ترسره شوه او دوه زره پونډه امریکایی سنګر ماتونکی بمونه استعمال شول.
د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې چې د شنبې په ورځ د تله په ۷ مه خپره شوه، د لبنان د دغه ستر مجاهد د شهادت خبر تائید کړ.
سید حسن نصرالله د ۶۴ کلونو په عمر د لبنان د حزب الله د عمومی منشی په توګه له ٣٢ کلنې دندې وروسته د شهادت ارمان پوره کړ.
د پیغام پای/
Your Comment