د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د حماس اسلامی غورځنګ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې په لبنان کې د حماس غورځنګ مشر او په بهر کې د دغه غورځنګ د قوماندانانو د ډلې غړی«فتح شریف ابوالامین» په لبنان باندې د صهیونیسټی ترهګرې رژیم په هوایی حملو کې شهید شوی دی.
په دغه برید کې د دغه قومندان میرمن امیه«امیه ابراهیم عبدالحمید» او د هغه زوی «امین شریف» او د دغه فلسطیني قومندان لور «وفا فتح شریف» هم شهیدان شوي دي.
دغه فلسطیني قومندان له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره د لبنان په جنوب کې د البص په کمپ کې په خپل کور کې شهید شو.
د حماس غورځنګ په خپله بیانیه کې تاکید وکړ: مونږ له دغه شهید او نورو ټولو شهیدانو سره ژمنه کوو چې د صهیونیسټانو د ترهه ګرو له منګولو او د بیت المقدس او د فلسطین د ټولو بندیانو تر آزادولو پورې به خپلې لارې ته دوام ورکوو.
څو ساعته مخکې خبری سرچینو خبر ورکړ چې د بیروت په «الکولا» سیمه باندې د صهیونیسټی ترهګرې رژیم د حملې په نتیجه کې د فلسطین د ازادۍ د غورځنګ درې لوړرتبه قوماندانان شهیدان شول.
د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلق غورځنګ د خپلو قوماندانانو د وژل کیدو د خبر په تایید سره د هغوی د سیاسی دفتر غړی«محمد عبدالعال» د دغه غورځنګ د پوځی او امنیتی ادارې مسئول«عماد عوده» او په لبنان کې د پوځ قومندان «عبدالرحمن عبدالعال» اعلان وکړ چې دوی په «الکولا» سیمه کې د اسرائیلو په تروریستي برید کې شهیدان شوي دي.
پر دې سربېره په دغه سخت برید کې ۱۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د جمعې په ماښام هم د صهیونیسټی ترهګرې رژیم پوځیانو د بیروت په جنوبی سیمو باندې جنایتکارانه حملې وکړې چې له امله یې د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله شهید شو.
د پیغام پای/
Your Comment