په لبنان کې د صهیونیسټانو ترهګریز جنایت د نه بښلو وړ دی

کابل- ایرنا- په هرات ولایت کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي، په لبنان کې د صهیونیسټي تروریستانو جنایتونه د نه بښلو وړ دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په هرات ولایت کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مرستیال رحمت الله فیضان نن یکشنبه د تله ۸ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ د فقهې او اجتهاد په اختلافاتو فکر نه کوو، د مسلمانانو ګټې مهمې دي. موږ، هر چیرته چې مسلمان وي، زموږ ورور دی په لبنان کې د اسراییلو جنایتونه د نه بښلو وړ دي.

 هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه باید په لبنان او فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوی لپاره مسوولانه اقدامات وکړی.

 د ایرنا په وینا، د لبنان حزب‌الله عمومی منشی سید حسن نصرالله په لبنان کې د اشغالګر صهیونیسټی رژیم په ترهګریز برید کې شهید شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .