د صنایعو وزارت سرپرست د باختر فولاد او عوفي بهرام کان کیندنې شرکت له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د باختر د فولادو او عوفي بهرام کان کیندنې شرکت له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله په ۸ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د باختر د فولادو او عوفي بهرام کان کیندنې شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وکړه.

 خبرځاى زياته کړه: نورالدين عزيزي د ​​هرات ولايت د غوريان کان د استخراج په برخه کې د شويو پرمختګونو د څارنې او څيړنې په مقصد، پرون ماښام د باختر د فولادو او عوفي بهرام کان د کیندنې د نوي جوړ شوي کمپ او په دغه ولايت کې د غوريان د کان له څلورم بلاک څخه ليدنه وکړه.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې يادو شرکتونو د هرات ولايت د غوريان کان د څلورم بلاک د استخراج قرارداد تر لاسه کولو وروسته د ٥٠٠٠ متره مربع مساحت په لرلو سره يو کمپ جوړ کړ چې په کې يو جومات، پخلنځي، کانټين، د معدني لابراتوار، پارکینګ او اسانتیاوې، شامل دي او له اسلام قلعه څخه تر کمپ او کان کیندنې ساحي ته سړک جوړ کړی دی.

 دغه شرکت د اکتشاف ضروري وسایل پېرودلي، اکتشافي فعالیتونه یې پیل کړي او د ۵،۵ میګاواټه لمریزې او بادي برېښنا د تولید پلان یې جوړ کړی دی.

 عزيزي ښاريانو ته د کار پر برابرولو د ټينګار ترڅنګ د ياد شوي شرکت د مسوولينو له فعاليتونو او پانګونې څخه مننه او قدرداني وکړه.

 د ایرنا په وینا، په هرات ولایت کې د غوریان د اوسپنې کان څلورم بلاک د ایران د اسلامي جمهوریت د سنګان د اوسپنې کان ختیځ لوري ته په څلویښت کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .