کابل – ایرنا- د ایران د اسلامی انقلاب ستر رهبر د لبنان د حزب الله د عمومی منشی د شهادت په غبرګون کې صهیونیسټی ترهګر رژیم ته خبرداری ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم په بوډا او ماتیدونکی بدن به د مقاومت د جبهې ګوزارونه به نور هم سخت وي.
د ایت الله سید علی خامنه ای د پیغام متن:
بسم الله الرحمن الرحیم
انا للّه و انا الیه راجعون
د ایران ګرانو خلکو
ستر اسلامي ملت
په سیمه کې د مقاومت بیرغ پورته کوونکی مجاهد کبیر، دیني فضیلت لرونکی عالم او یو هوښیار سیاسي رهبر سید حسن نصرالله رحمه الله د وروستیو پیښو په ترڅ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید او ملکوت ته الوتنه وکړه. د مقاومت عزیز سید د الله تعالی د رضا لپاره د څو لسیزو جهاد او په سپیڅلي مبارزو کې د هغه د مشکلاتو ثواب ترلاسه کړ. هغه په داسې حال کې شهید شو چې د بیروت ښار د بې کوره خلکو او د هغوی د ویجاړو شویو کورونو او د هغوی له ګڼه ګوڼې څخه د دفاع لپاره یې په پلان جوړولو بوخت وو، لکه څنګه چې یې له څو لسیزو راهیسې د فلسطین او د مظلومو خلکو د دفاع لپاره، د غصب شوي ښارونه، د وران شوی کورونه او هغوی د وژل شوي عزیزان لپاره پلان او تدبیرونه جوړه ګري وو. شهادت فیض له دومره مبارزې وروسته د هغه مسلم حق و.
د اسلامي نړۍ ستر شخصیت؛ او د مقاومت جبهې یو وتلی بیرغ لرونکی له لاسه ورکړ او حزب الله یو بې مثاله رهبر له لاسه ورکړ، خو د لسیزو د جهاد برکتونه به هیڅکله له لاسه ورنکړي. هغه بنسټ چې په لبنان کې یې تاسیس کړ او د مقاومت نورو مرکزونو ته یې لار هواره کړه، نه یوازې دا چې له لاسه ورنکړل شي، بلکې د خپلو وینو او د دې پېښې د نورو شهیدانو په برکت به ځواکمن شي. د صهيونېسټ رژيم په بوډا شوي او ماتیدونکی شوي بدن باندې به د مقاومت ګوزارونه لا زياتې سخت وي. دصهیونیسټ رژیم بد فطرت په دغه پیښه کښې هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړی.
د مقاومت مشر یو شخص نه وو، هغه یوه لار او مکتب وه او دا لاره به روانه وي. د شهید سید عباس موسوي وینه په ځمکه پاتې نه شوه او نه به د شهید سید حسن وینه په ځمکه پاتې شي.
د سید عزیز محترمې میرمنې ته چې خپل زوی سید هادي یې هم د خدای په لاره کې له ځانه وړاندې ورکړ، خپلو ګرانو بچیانو او د دې پیښې د شهیدانو کورنیو ته، د حزب الله هر غړي او ټولو غړو ته تسلیت وایم. د لبنان قدرمنو ولسونو او لوړ پوړو چارواکو او د مقاومت ټول ولس ته د لوی نصرالله او د هغه د شهیدانو د ملګرو د شهادت په مناسبت مبارکي او تسلیت وړاندې کوم او په دې مناسبت په اسلامي ایران کې پنځه ورځنی ملي ماتم اعلانوم. خدای دې دوی د هغوی د اولیا سره محشور وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment