د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي شنبه د تله په ۷ مه په نیویارک کې د اسلامي کنفرانس د سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره په بیړنۍ کتنه کې د اسلامي هیوادونو پر مسئولیت د فلسطین او لبنان کې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه په مقابل، ټینګار وکړ.
هغه په دغه کتنه کې په غزې او بیروت کې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه او بشر ضد جنایتونو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټ رژیم د پرونۍ حملې د سترو هاوان بمونو په کارولو سره د بیروت په ګڼه ګوڼه سیمو باندې د صهیونیسټی رژیم د بشري ضد جنایتونه ښکاره بیلګه ده او له بده مرغه دملګروملتونو دامنیت شورا په شان بنسټونه دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو دمخنیوي لپاره لازمه اراده نلري او امریکا هم له دغه رژیم سره هر اړخیزه سیاسي او پوځي ملاتړ کوي .
عراقچي همدارنګ په لبنان کې د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله په بزدلانه قتل کې د صهیونیسټي رژيم وروستي جنایت ته اشاره وکړه او د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د اسلامي ملګرتیا د سازمان په مسئولیت یې ټینګار وکړ او په دې هکله یې د اسلامي همکاریو د سازمان مشرانو د بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.
د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر تاکید وکړ: دا لومړی ځل نه دی چې مقاومت خپل یو برومند رهبر له لاسه ورکوی خو د مقاومت لاره به خامخا لا نوره هم پیاوړې او ټینګه روانه وی.
په دغه کتنه کې د اسلامی ملګرتیا د سازمان عمومی منشی حسین ابراهیم طه په سیمه کې د اسرائیلو د رژیم د تیریو او جنایتونو دوام ته، د دغه رژیم د غندلو او د سيمي د جدیتوب حالاتو په اشاره، وویل: د دولتونو د مشرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو په اړه یې له غړو هیوادونو سره بیړنۍ مشورې وکړې او لازم اقدامات یې ترسره به وکري.
د پیغام پای/
Your Comment