د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران صادرات ۴۹ میلیاردو دالرو ته رسېدلي دي

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکونو مشر وویل: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران صادرات څه باندې ۴۹ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د جمهوریت د اقتصاد د وزیر مرستیال او د ګمرکونو عمومي مشر، محمد رضواني فر نن جمعه د تله په ۶ مه وویل: د روان کال په شپږو میاشتو کې د نفتو د صادراتو اندازه ۷۰ میلیونه ټنه وه چې ۳.۵ فیصده د تیر کال د ورته مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.

 ډاکټر رضواني فر دې ته په اشارې سره چې په دې موده کې د ۲۳.۲ میلیارډ ډالرو تیل او د ۶۰۰ میلیونو ډالرو تخنیکی او انجینری خدمتونه صادر شوی دی، څرګنده کړه: د روان کال په شپږو میاشتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د صادراتو مجموعي اندازه ۴۹.۶ میلیارډه ډالر ته رسېدلې ده. 

 د ایران د اقتصاد د وزیر مرستیال او د ایران د ګمرکونو مشر د روان کال په شپږو میاشتو کې دغه هیواد ته د وارد شویو مالونو د اندازې په باره کې وویل: په دې موده کې د دوه نیم ملیارد ډالرو د زرو په شمول د وارداتو اندازه ۳۲.۶ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده.

 هغه په ​​دې خبرې سره چې په دغه موده کې د ایران ټول تجارتی تبادله ۸۲.۲ ملیارده ډالره وه او د روان کال په لومړۍ نیمایی کې د دغه هیواد د تجارتی بیلانس په باره کې زیاته کړه: په دې موده کې له تیلو او تخنیکی انجینرۍ خدماتو پرته د ایران د تجارت بیلانس منفی ۶.۸ میلیارډه ډالره دی او د تیلو او تخنیکي او انجینري خدماتو په پام کې نیولو سره مثبت ١٧ ملیارد ډالر مثبت شوي.

 ډاکټر رضواني فر وویل: د ایران د هر ټن صادراتي توکو اوسط ارزښت د روان کال په شپږو میاشتو کې له ۳ سلنې څخه ۳۶۶ ډالرو ته لوړ شوی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .