په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو جمعه د تله ۶ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل – فولاد د اوسپنې د فابریکې د دویم فاز ډبره په هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کېښودل شوه.
ورځپاڼې زیاته کړې چې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل - فولاد د فابریکې دویم فاز چې د ورځنۍ ۷۰۰ ټنه سیخ ګول د تولید ظرفیت لري، په داسې حال کې پرانیستل کېږي، چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت له خوا د صنعتي سیمو قانون تصویب شو.
د دغې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د هرات والي د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا د ادارې رئیس، د هرات د صنایعو او کانونو د خونې رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د پراختیا رییس او د کابل- فولاد د فابریکې د اجرایی مسؤول په وار وار د افغانستان د اقتصادي سکتور د پرمختګونو، ستونزو، فرصتونو او لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د صنعتي پارکونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د پیغام پای/
Your Comment