په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیض نه کیږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وویل: په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیض نه کیږي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه د تله په ۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، دا مناسبه نه ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ځینو هیوادونو لخوا د بشري حقونو په سرغړونې او جنسیتي تبعیض تورن شي.

 هغه زیاته کړه: په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیض نه کیږي.

 فطرت وويل: له بده مرغه د څو ښځو له خوا د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان پر ضد د پروپاګند د خپرولو او د وضعيت د ناسم بيانولو هڅې روانې دي.

 د ایرنا د راپور له مخې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پرون وویل چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، په هاګ کې به د طالبانو پرضد شکایت وکړي.

 دغو څلورو هېوادونو د افغانستان سرپرست حکومت ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې د ښځو پر وړاندې د شوي فرمانونو او قوانینو لغوه کړي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .