AP ۱۴۰۳ تله ۴ ۲۱:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85607948
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان او قطر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د حکومت سرپرست اقتصاد وزیر او د قطر سفارت سلاکار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله ۴ مه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردف علي القاشوطي سره په کابل کې وکتل.

خبرځاى زياته کړه: په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي اړيکو د پراختيا او د قطر او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې.  

د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت چارواکو د اقتصادي اړیکو د پراختیا د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .