پزشکیان: ایران هغه څه ندي چې رسنۍ یې ښیي/موږ په دوه اړخیزه توګه د برجام ته راستنیدو ته چمتو یو

کابل- ایرنا- د ایران ولسمشر په دی تأکید چې د اټومي موافقې د ټولو خواوو د متقابلې ستنیدو لپاره چمتو یو، وویل: ایران هغه څه نه دي چې د نړۍ رسنۍ یې ښيي او موږ له ټولې نړۍ سره په سوله او امنیت کې ژوند کولو ته چمتو یو.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، ډاکټر مسعود پزشکیان چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۹مه غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی، د خپل سفر د پلان په لومړۍ برخه کې دوشنبه د سهار په ۲ بجو په ځايي وخت له ۴۰ څخه د زیاتو امریکايي رسنیو له لوړ پوړو مدیرانو سره وکتل او د دوی پوښتنو ته په روښانه او شفاف ډول ځوابونه ورکړل. 

 پزشکیان د ځینو لویدیځو رسنیو لخوا د ایران په اړه د دروغو په انځورولو باندې په نیوکې سره وویل: زمونږ هیواد او ملت یو لرغونی او بډایه تمدن او کلتور لري او زمونږ د هیواد د ځینو رسنیو لخوا وړاندې شوی انځور غلط دی. موږ په هیڅ صورت په نړۍ کې د جګړې او ناامنۍ په لټه کې نه یو او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته د دې لپاره راغلي یو چې د نړۍ ټولو هېوادونو او ولسونو ته خپل د سولې او دوستۍ پیغام ورسوو.

 د ایران ولسمشر د دغې کتنې په دوام کې د غزې له جنګ څخه د متاثره شوې سیمې په هکله، د بندیزونو د لیرې کولو، د اسلامي جمهوریت د دفاعي ځواک او د ایران د داخلي مسایلو په اړه د سی بی ایس، ایم بی سی نیوز، واشنګټن پوسټ، اسوشیټیډ پریس او سکای نیوز په شمول د امریکایی رسنیو د لوړرتبه مدیرانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

 موږ د برجام تړون ته غاړه و کیښود

 پزشکیان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلیدو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ مخکې د امریکا له حکومت سره خبرې اترې وکړه او یوې موافقې ته ورسیده، موږ په دې موافقه کې پر خپلو ټولو ژمنو عمل وکړ، خو دا خبره ټرامپ وه چې له برجام څخه ووتل، او له بده مرغه نورو هېوادونو د دې پر ځای چې د دغه تړون په احیا کې مرسته وکړي، خپلې ژمنې پوره نه کړې او ورځ تر بلې پر ایران د بندیزونو دایره نوره هم زیاته شوه.

 د اټومي وسلو جوړول د ایران د دفاعي او امنیتي دکترین برخه نه ده

 د ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې ایران ثابته کړې ده چې هیڅکله به له فشارونو او بندیزونو سره خبرو اترو ته اړ نه شی، زیاته کړه: د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د فتوا له مخې د اټومي وسلو پراختیا د ایران په دفاعي او امنیتي دکترین کې هیڅ ځای نه لری او په داسې شرایطو کې چې ځینې هیوادونه په دروغو زموږ هیواد د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورن شوی و، د اټومي انرژۍ د ادارې ډیری تفتیشونه په ایران کې ترسره شوي.

 موږ بشپړ چمتو یو چې په تړون کې خپلو مکلفیتونو ته راستون شو

«موږ په تړون کې خپلو مکلفیتونو ته د بیرته راستنیدو لپاره بشپړ چمتو یو، مګر دا ممکنه نه ده چې امریکا او اروپایي هیوادونه د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره لیواله نه وي او د دې پرځای له موږ څخه وغواړي چې بیرته خپلو مکلفیتونو ته راشی».

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .