AP ۱۴۰۳ تله ۴ ۰:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85606688
T T
۰ Persons

Tags

دوه امریکایی چورلکې بلک هاک UH-60 او MD530 ترمیم شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د امریکايي بلک هاک UH-60 او MD530 هلیکوپترو د ترمیم اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د هوايي ځواک مسوولینو د خپلو تخنیکي او مسلکي انجینرانو په همکارۍ د دوو چورلکو بلک هاک (UH-60) او (MD530) په تیرو څو میاشتو کې په بریالیتوب سره ترمیم کړي دي او په بریالیتوب سره الوتنه وکړه.

خبرځاى زياته کړه: له فتح وروسته په لسګونو بيلابيل ډوله چورلکې چې په پخوانۍ اداره کې ويجاړې شوې وې، بېرته ورغول شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي. د ایرنا په وینا، امريکايانو په افغانستان کې له خپلې شرمونکې ماتې وروسته د دغه هېواد پاتې پوځي تجهيزات له منځه يوړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .