په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت مقام سه شنبه د تله ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د کانونو مواد د لېږد دوهم اورګاډی د ترکیې په لور روان شوی دی.
خبرځاى زياته کړه: په هېواد کې د اقتصادي پياوړتيا او د ترانسپورتي زيربناوو د پراختيا په لاره کې د يوه مهم ګام په توګه، د افغانستان د کانونو د مواد د لېږد دويمه اورګاډي چې ٥٥٠ ټنه کاني مواد په کې بار دي، د هرات ولايت له روزنک سټېشن څخه د ترکيې د بیلیجیک سټېشن پر لور روان شو.
د ایرنا په وینا، دغه کارګو له ایران څخه په تېرېدو سره ترکیه د خپل وروستي منزل په توګه غوره کړې، چې د اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. دا پروسه کولی شي په بهرنیو مرستو باندې د افغانستان تکیه او د هیواد د طبیعي زیرمو د صادراتو په زیاتولو کې مرسته وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment