AP ۱۴۰۳ تله ۲ ۲۰:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85605307
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان غوښتل د بریکس د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي

کابل- ایرنا- روسي رسنیو د بریکس مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت د غوښتنې خبر ورکړی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، روسي رسنیو نن دوشنبه راپور ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سکرتر یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې له هغه یې غوښتي چې د بریکس د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.  د افغانستان د سرپرست حکومت او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .