په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، روسي رسنیو نن دوشنبه راپور ورکړی چې د افغانستان سرپرست حکومت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سکرتر یوري اوشاکوف ته یو لیک استولی چې له هغه یې غوښتي چې د بریکس د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډه د اکټوبر له ۲۲مې تر ۲۴مې د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي. د افغانستان د سرپرست حکومت او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پیغام پای/
Your Comment