په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن دوشنبه د تله ۲مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په ایران کې د ډبرو سکرو په یو کان کې چاودنه وشوه، او د لسګونو کارګرانو د وژل کیدو لامل شوی دی.»
خبرپاڼه زیاتوي: «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوی». عبدالقهار لیکلي: د افغانستان اسلامي امارت د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د وژل شویو کسانو لپاره د خدای له درباره د مغفرت غوښتنه کوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د شنبې په شپه نهه بجې د طبس معدنجوی په شرکت کې په دوه کان کې چاودنې وشوې او د میتان ګاز د ناڅاپه خپریدو له امله په دغو کانونو کې ۶۹ کارګران بند پاتې شول.
د کانونو د HSE د تخصصي ټیمونو لخوا د امدادي عملیاتو په شروع کیدو سره په لمړۍ مرحله کې ۱۳ کارګر چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وو را ایستل شوي او د عملیاتو په دوام سره په لومړي بلاک کې د مړو شمیره ۳۰ تنه او ١٧ ټپیانو ته ورسیده.
د دوهم بلاک مرستندویه عملیات هم تېر ماښام شروع شوه او د ګازو په ایستلو سره ګام په ګام پرمختګ وشو او د شپې تر پایه په کانونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ تنو ته ورسېد.
په تونل کې د ګازو د غلظت له امله چې په کان کې د ٢٥٠ متره په عمودي او ٧٠٠ مترو په معرب ژوروالي کې چاودنه رامنځته شوې، لا هم د ژغورنې عملیات روان دی چې تر اوسه د مړو شمیر ٣٥ تنو ته رسیدلی او ١٤ نور اوس هم په دوهم کان کې بند پاتې دي.
د پیغام پای/
Your Comment