د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې ته بلنه شوه

کابل- ایرنا- د روسیې سفیر د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغه هېواد په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې ته بلنه ورکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ د وږی په ۲۹ مه سهار په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقی په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره وکتل. 

 په دې کتنه کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې مشورتي غونډه کې ګډون وکړي.

 ژیرنوف وویل: له افغانستان سره اړیکې د روسیې لپاره مهمې دي او افغان پلاوي ته بلنه ورکول کېږي چې د دغه هېواد په کوربه توب په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره له بلنې مننه وکړه او زیاته یې کړه: اسلامي امارت له پیل راهیسې د مسکو په غونډو کې د روسیې په نوښت ګډون کړی او په اړه یې مثبت نظر لري.

 مولوي اميرخان متقي د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه يو بل فرصت وباله او ويې ويل: په هغه کې به د روسيې له لوړپوړو چارواکو او د سيمې د هېوادونو له استازو سره پر دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .