AP ۱۴۰۳ وږی ۲۹ ۲۲:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85600895
T T
۰ Persons

Tags

ایران په لبنان کې د صهیونیسټ رژیم ترهګره کړنه په کلکه وغندله

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په لبنان کې د صهیونیسټي رژيم ترهګریز اقدام چې د مخابراتي سیسټمونو په ړنګولو سره د لبنان د اتباعو په نښه کول د ډله ایزې وژنې یوه بیلګه وبلله او په کلکه یې وغندله.

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی د وږی دمیاشتې په ۲۷ نیټه په لبنان کښې د نن ورځې ترهګریز عملیات د صهیونیسټ رژیم او د هغوی د اجیرانو د ګډو عملیاتو د دوام په توګه ترسره شول او د ټولو اخلاقی او بشردوستانه اصولو او نړیوالو قوانینو په تیره بیا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف عمل دی او د نړیوالو  قوانینو له مخي د محاکمې، سزا او قانونی تعقیب مستحق دی.

  دخارجه وزارت ویندوی زیاته کړه: دغه ګډ ترهګریز عمل چې په حقیقت کښې یو ډول ډله ایز قتل دی، یو ځل بیا په ډاګه ثابته کړه چې صهیونیسټ رژیم دفلسطین دخلکو پرضد دجنګی جنایتونو او نسل وژنې په ترسره کولو سربیره نړیواله سوله او امنیت له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دي.

 هغه وویل: له همدې امله د دغه رژیم په وړاندې د ترهه ګرو اقداماتو او له هغو ګواښونو سره مقابله یوه څرګنده اړتیا ده او پکار ده چې نړیواله ټولنه د صهیونیسټی جنایتکارو چارواکو له معافیت سره د مقابلې لپاره چټک اقدام وکړی.

 کنعانی د لبنان له حکومت، ملت او مقاومت او د دغه ترهګریز عملیات د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ او پیوستون په څرګندولو سره په لبنان کې د خپل هیواد د سفیر په شمول د دغې پیښې د ټولو زخمیانو لپاره د عاجلې شفا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ د ایران اسلامی جمهوریت د لبنان حکومت او ولس هر ډول مرستې ته چمتو دی.

 د ایرنا د خبر له مخې، لبناني رسنیو د سه شنبې په ورځ د وږی په ۲۷ مه خبر ورکړ چې د لبنان په څو سیمو کې څو مخابراتي وسایل چاودلي او ادعا شوه چې دغه وسایل د حزب الله د غړو پورې اړه لري.

 دصهیونیسټ رژیم په دغه ترهګریز اقدام کښې نهه(۹) کسان شهیدان او ۲۷۵۰ ژوبل شوی دی .

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .