AP ۱۴۰۳ وږی ۲۷ ۲۱:۰۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85599661
T T
۰ Persons

Tags

په عمان کې د افغانستان سفارت، سرپرست حکومت ته وسپارل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د دیپلوماتانو له خوا په عمان کې د افغانستان د سفارت د پرانیستلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه د وږی په ۲۷ مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سفارت چارې په منظم ډول  د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو لخوا پرمخ وړل کېږي او ټولو ته خبر ورکول کیږي چې دغه سفارت د یکشنبې په ورځ خپل فعالیتونه او خدمات پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه: د کوربه هیواد په همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي او د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو څخه، قدرداني کوي.  

د ایرنا په وینا، تر دې وړاندې په ایران، چین، روسیې، پاکستان او ترکیې کې مېشت افغان سفارتونه هم د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارل شوي وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .