دمهاجرينو دراستنولو وزارت دژمي له موسم مخکې دبې ځايه شويو کسانو په ليږدونې ټينګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو د وضعیت مشر د ژمي له موسم څخه مخکې خپلو اصلي ځایونو ته د داخلي بې ځایه شویو پر انتقال ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د وږی ۲۷مه د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو د لیږد د کمیټې له مسوولینو سره د ګډې ناستې په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ.

د مهاجرینو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو رئیس مولوي سردار شیرزاد وویل: د ژمي د موسم له رارسیدو مخکې باید د کورنیو بې ځایه شویو د لیږد بهیر پیل شي او د دغه وزارت او د کمیټې موخې یو شان دي د بې ځایه شویو او د انسانیت د خدمت لپاره، او موږ خپلو موخو ته ژمن یو.

 شېرزاد زياته کړه: زموږ موخه د بې ځايه شويو خلکو خپلو اصلي ځايونو ته لېږدول دي او په دې کار کې غواړو چې ګډ هدف ته د رسېدو په برخه کې همکاري وکړو.

د ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو د کمپونو د همغږۍ مشر ونست وویل: زموږ هدف خلکو ته خدمت کول دي، موږ له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ کار کوو ترڅو د بې ځایه شویو خلکو خپلو اصلي ځایونو ته د تګ په برخه کې مثبت هدف ترلاسه کړو.

اغلې فرحانه د ملګرو ملتونو سازمان د دایمي حل لارې د موندلو مسؤل د دې ناستې موخه خپلو اصلي ځایونو ته د بې ځایه شویو خلکو لېږد وباله او ویې ویل: موږ په دې برخه کې د همکارو بنسټونو له مسوولینو سره خبرې کړې دي. د مثبتو پایلو ترلاسه کولو لپاره او موږ به په ګډه کار وکړو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .