په لوګر کې د مخابراتي سيګنال د مداخلې د فعاليت د یوه وسیله مخه ونيول شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ چې په لوګر ولایت کې یې د مخابراتي سیګنالونو مداخله بنده کړې ده.

په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو یکشنبه د وږی ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې (اترا) د قانون له مخې په خبرو اترو کې د خنډونو او د مخابراتو فریکونسۍ سره د مداخلې مخنیوي لپاره، د ریپیټر وسیله د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د MTN مخابراتي سایټ ته څېرمه د مخابراتي سیګنل ماتونکی د دې ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسوولینو له خوا د اترا ادارې او د مخابراتي شرکتونو د مسلکي انجینرانو په همکارۍ د هغه فعالیت ودرول شو.

 خبرنامې زياته کړه: د پل علم ښار اوسيدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاينه وکړه او د دغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له هلوځلو يې خوښي څرګنده کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .