په لندن کې د ایران سفارت: د راکټونو د غوښتلو دور پای ته رسیدلی/ له موږ سره په درناوي خبرې وکړئ

کابل- ایرنا- په لندن کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د چمران ١ تحقیقاتی سپوږمکۍ په کامیابه فضا کښې د لویدیځ د ظالمانه بندیزونو په سیوری کښې د ایران د فضای صنعت پرمختګ ته په اشارې سره وویل: له ایران سره په ژبه خبرې وکړی. د احترام او د بندیزونو ژبه نه.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په لندن کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د دغې ادارې په ایکس پاڼه کښې یوه خبرپاڼه خپره کړه او پکې یې ولیکل: ایران په بریالیتوب سره خپله د چمران تحقیقاتی سپوږمکۍ فضا ته واستوله. هغه وخت چې ایران د خپل ځان د دفاع لپاره له یو هیواد څخه بل هیواد ته د یو توغندي په لټه کې و هغه وخت تیر شو او نن د بندیزونو سره سره خپل پرمختللې سپوږمکۍ فضا ته استوي.

خبرپاڼه دې ته اشاره کړې: له ایران سره د احترام په ژبه خبرې وکړئ نه د بندیزونو په ژبه. «چمران ١» سپوږمکۍ د سې شنبې په ورځ د وږی په ٢٤مه نېټه وتوغول شوه او د ٥٥٠ کیلومتره په مدار کې کېښودل شوه او خپل لومړني سیګنالونه یې واستول.

 دغه څیړنیزه سپوږمکۍ د ایران د الکترونیکي صنایعو د فضایي ګروپ (صاایران) لخوا د فضايي څیړنو د انستیتوت او د علم پر بنسټ د خصوصي شرکتونو په همکارۍ ډیزاین او جوړه شوې ده.  دا سپوږمکۍ شاوخوا ٦٠ کیلو ګرامه وزن لري او اصلي دنده یې د هارډویر او سافټویر سیسټمونو ازموینه ده ترڅو د مدار او فاز چلولو ټیکنالوژي ثابته کړي.

په فضایي سیسټمونو کې د سړې ګاز پروپلشن فرعي سیسټم ارزونه او د نیویګیشن او وضعیت کنټرول فرعي سیسټمونو فعالیت د چمران ۱ سپوږمکۍ فرعي ماموریت ګڼل کیږي.

د‌ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی له دې مخکې په خپله ایکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره ویلی دی: غیر منطق بندیزکونکي یو ځل بیا د خپلو غیر منطقی اقداماتو ځواب روښانه کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .