AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۱۳:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85597579
T T
۰ Persons

Tags

په هرات کې د ۲۵ ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې چارې پیل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په هرات کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ ښوونځیو او مدرسو د بیارغونې د پروژو د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو یکشنبه د وږی په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د ۲۰ میلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په لګښت د ۲۵ بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۲۰ میلیونه او ۱۶۴ زره افغانیو په ارزښت د ۲۵ ښوونځیو او مدرسو د ترمیم او بیارغونې پروژه د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شوې ده.

د هرات ولايت د پوهنې رييس مولوي رحمت الله جابر د دغو پروژو د عملي کار د پيلولو په ترڅ کې وويل: دغه پروژې د تعليمي زيربناوو د ښه والي او د ليرې پرتو او محرومو سيمو د زده کوونکو لپاره د مناسب تعليمي چاپيريال د برابرولو په مقصد پلې کيږي.

ده زياته کړه: د دغو ښوونځيو په بيارغاونه کې د ښوونځيو او مدرسو اساسي بيارغونه، د درسي ټولګيو بيارغونه او د نورو اسانتياوو او ښوونيزو اسانتياوو برابرول شامل دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .