AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۱۳:۰۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85597575
T T
۰ Persons

Tags

په سرپل ولایت کې د ۱۱۴ سرپناه د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په سرپل ولایت کې د ۱۱۴ سرپناهونو د بنسټ ډبره کیښوده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو یکشنبه د وږی ۲۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۱۴۴ سرپناه د بنسټ ډبره د دغه وزارت د مسلکی مرستیال مولوي عبدالرحمن رشید او د والي مرستیال په حضور کې کېښودل شوه. 

 خبرځاى زياته کړه: دغه سرپناه د ملګرو ملتو د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ په مالي مرسته د اکرو موسسې له خوا د څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړيږي.

 د یاد وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د دغو سرپناهونو د افتتاح په مراسمو کې وویل: د ویاړ ځای دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره دا ډول پروژې زیاتې شوي او د مهاجرینو چارو وزارت هڅې روانې دي چی د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د دا ډول پرمختیایي پروژو په رقم کې زیاتوالی راشي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .