AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴ ۲۲:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85596484
T T
۰ Persons

Tags

د خواف – هرات د ریل پټلۍ د څلورمې قطعي لومړۍ برخې ۶۵ سلنه پرمختګ کړی دي 

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند د هرات-خواف اوسپني پټلۍ پروژې د څلورمه قطعي لومړی برخې د ۶۵ سلنه بشپړیدو اعلان وکړ.

له کابل څخه د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د وږی د ۲۴مې نېټې د یوه خبر پاڼه خپره کړه او لیکلی یې وو: ملا بخت الرحمن شرافت د دغه وزارت د ریل پټلۍ مرستیال هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تورغونډۍ د بندر د پراختیا پروژي او د تورغندی – صنوبر د ۲۲ کیلومتره پټلۍ د غځولو د کار د پرانېستې پر مهال، د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ څلورمه برخه له نږدې وکتل.

 نوموړي د هرات-خواف د لومړۍ برخې د بېلابېلو کاري برخو جريان له نږدې وليد او د پروژې مسوولینو، تطبیق کوونکو او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې د پروژې د کار جریان په جدي توګه وڅاري او د تخنیکي مشخصاتو له مخې پروژې په خپل وخت بشپړې کړي.

 خبرځای زیاته کړه: د هرات-خواف لومړۍ برخه ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د تړون ارزښت یې ۵۷ میلیونه امریکايي ډالره چي کارونه يي ٦٥ سلنه بشپړه شوي دي.   د ایرنا د راپور له مخې، د خواف-هرات ریل پټلۍ پروژه څلور برخې لري چې دوه یې د ایران په اسلامي جمهوریت او دوه نورې یې په افغانستان کې بشپړې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .