AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴ ۱۱:۲۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85595379
T T
۰ Persons

Tags

ایران په غور کې د کربلا په زیارت کوونکو ترهګریز برید وغندل 

 کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په غور ولایت کې کربلا ته د زیارت کوونکو د هرکلي په مراسمو کې د داعش ترهګره حمله وغندله. 

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د افغانستان په غور ولایت کښې د کربلا په زیارت کوونکو باندې د داعش ترهګرې ډلې جنایتکارانه حمله په کلکه وغندله.

همدا راز یې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د لوی خدای له درباره د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.

کنعانی د تروريزم ضد د مسوولو مقاماتو د اقداماتو د ملاتړ په ترڅ کې د دغه جنايت د عاملينو د مجازات لپاره د فوري اقداماتو غوښتنه وکړه. 

 د ایرنا په وینا، داعش ترهګرې ډلې په ټیلیګرام کښې د یوې مطلب په خپرولو سره په غور ولایت کښې په ملکی خلکو د وسله وال برید مسئولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې په دغه برید کښې ۱۵ کسان وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوی دی.

 د داعش ترهګرې ډلې ویلي دي چې دا برید يي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي ولایت دایکندي او غور سیمو ترمنځ د قاریودال په کلي کې ترسره کړي دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .