AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲ ۲۳:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85594758
T T
۰ Persons

Tags

په سمنګانو کې څلوېښت زره جريبه دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په سمنګان ولایت کې د ۴۰ زره جریبه دولتي ځمکې د بېرته اخیستو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن پنجشنبه د وږی په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمېټې غونډه د دغه کمېسیون د رئیس او غړو په حضور کې جوړه شوه. 

خبرځاى زياته کړه: په دې غونډه کې تخنيکي بورد د دغه ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې څه د پاسه څلويښت زره جريبه ځمکه چې څه موده مخکې د دولت له خوا غصب شوې وه، بېرته د کرنې رياست ته وسپارله.

 په دې غونډه کې د ځمکو د غصب او د ځمکو د دعوې پر یو شمېر قضیو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې دغه ځمکې دې د یوه تخنیکي بورډ له خوا وڅېړل شي، څو خصوصي او دولتي ځمکې جلا شي.

 د ایرنا د راپور له مخې د امریکا په مشرۍ د ناټو له خوا د افغانستان د اشغال په شلو کلونو کې په سلګونو زره جریبه دولتي ځمکې د داخلي امریکايي اجیرانو له خوا غصب شوې وو چي د اسلامي امارت د بیرته واکمنېدو وروسته بیرته راګرځول شوي ده.

د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت په تېره یوه میاشت کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۴۳ زره ۲۷۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .