د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په چین کې د «نړیوالې سولې او امنیت» سرمشریزې له رسمي پیل مخکې د سعودي عربستان د دفاع وزارت مرستیال د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له لوی درستیز او د پوځ د هماهنګۍ له مرستیال جنرال حبیب الله سیاري سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په چين کې د لاسليک شوي همکاريو سند پر تطبيق او د دوه اړخيزو پوځي همکاريو د پراختيا پر اړتيا او د سيمه ييز امنيت د ښه والي لپاره د همکارۍ او همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې جنرال سیاري په سیمه کې د بهرنیانو شتون نه یوازې د امنیت د ټینګښت په لاره کې خنډ بللی، بلکې د سیمې د امنیت او ثبات د ګډوډولو سبب بللی دي.
د پیغام پای/
Your Comment