AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲ ۲۳:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85594743
T T
۰ Persons

Tags

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات د نفتي حوزې څخه لیدنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د نفتو له حوزې څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن پنجشنبه د وږی په ۲۲ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ټاپي او نورو سترو پراختیايي پروژو له پرانېستو وروسته به د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د هرات د نفتي حوزې څخه چې د هېواد په لویدیځ کې موقعیت لري، لیدنه کړې ده.

 ورځپاڼې زیاته کړې چې د هرات ولایت د نفتو حوزې ۲۳ زره کیلومتره مربع مساحت لري او په ۴ بلاکونو ویشل شوي او اکتشاف او استخراج ته چمتو دي.

 چارواکي وايي، دغه ساحې لا له وړاندې د کانونو او پټروليم وزارت د وېبپاڼې له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شوې او يو شمېر شرکتونو خپل وړانديزونه وړاندې کړي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .