AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲ ۲۳:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85594741
T T
۰ Persons

Tags

حزب‌الله: زموږ پر ضد د اسرائیلو جګړه، وروستۍ جګړه ده

کابل- ایرنا- حزب الله له نیواکګرو سره د ځمکنۍ جګړې لپاره د شهید «فواد شکر» لېوالتیا ته په اشارې سره د نیواکګرو د ټولو پوځی امکاناتو په وړاندې د مقاومت چمتووالی او د امریکا او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په مقابل کې روانه جګړه یې وروستۍ جګړه وبلله.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په لبنان کې د حزب الله د اوبو او سرحدی چارو مشر «نواف الموسوی» نن پنجشنبه د وږی په ۲۲ مه نېټه وویل: د لبنان په وړاندې د اسرائیلو جګړه به وروستۍ جګړه وی. 

 هغه زیاته کړه: شهید فواد شکر په غزه کې د جګړې لپاره لیواله و او له وړاندې یې زموږ مجاهدین په وسلو، بمونو او سنائپرونو سمبالو ډلو ته په ویشلو سره د جګړې لاره مشخصه کړې ده.

 هغه زیاته کړه: اشغالګرو هیڅکله زموږ په وړاندې په ځمکنۍ جګړه کې برلاسی نه دی؛ موږ د ١٩٨٢ د اسراییلو د برید په پرتله ډیر استشهادیان لرو.

 الموسوي زیاته کړه: قوماندان «فواد شکر» د صهیونیسټي نیواک په دوره کښې په یوشمیر استشهادی عملیاتو کښې ګډون کړی وو چې په هغو کښې د «احمد قصیر» د شهادت عملیات وو چې په صور کښې یې د پوځي واکمن مرکز ویجاړ کړ.

 هغه په ​​دوام کښې وویل: دغه شهید هم د الشجرة د ښوونځی په عملیاتو کښې ګډون کړی وو.  هغه راته وویل چې څنګه یې استهادي ته الوداع وویل او د بم د چاودنې راته تشریح کړه چې د اشغالګرو عسکرو په سرونو یې نظامي مرکز ویجاړ کړ.

 الموسوي تاکید وکړ: شهید «فواد شکر» په تېر دوبي کښې د اسرائیلو د ګازو په پلیټ فارمونو باندې د بې پیلوټه الوتکو د لېږلو د بهیر څارنه وکړه او د هغوی کارکوونکو له کورنیو سره یې هم خبرې وکړې او هغوی ته یې ګواښ وکړ چې که د یوې موافقې له مخې کار ته دوام ورکړي چې لبنان ته اجازه ورکړي چې د خپلو ګازو له حقوقو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، څه برخلیک د هغوی ته انتظار باسي.

 دحزب الله دغه چارواکی تاکید وکړ: نیواکګرو د دغه اطلاعاتی مرکز تاوان چي مونږ په نښه کړی وو پټوي لکه څرنګه چی په صور کښې د پوځی دمرکز د چاودنې په اړوند معلومات پټ کړی وو. که دوی ریښتیا وي، باید خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په سیمه کې حضور ولري.  هغه زیاته کړه: موږ ټولو امکاناتو او هر ډول توغندیو کارولو ته چمتو یو او د دې لپاره مو ځانګړي تونلونه په پام کې نیولي دي او د حزب الله نظامي قومانده د اشغالګر پوځ پر ضد د هوايي برید لپاره هر ډول امکاناتو ته چمتو دي او ټول حالات یې څیړلي دي. 

 موږ له ناټو او امریکا سره جګړه کوو

 الموسوي ټینګار وکړ: اسراییل د امریکا له اجازې پرته جګړه نه پیلوي او نن سبا د هغې تر شا له امریکا او ناټو سره جنګیږي. د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته انتظار باسي ځکه چې جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ورته ویلي دي چې د اوربند موافقه به کار نه وي.

 هغه وویل: په لبنان کښې ځینې شخصیتونه د اسرائیلو د ټانک په وسیله قدرت ته د ستنیدو په انتظار کښې دی او مونږ هغوی ته وایو چې داسې به هیڅکله ونه شی.

 الموسوي زیاته کړه: موږ دغو کسانو ته هغه څه یادوو چې «حبیب الشرتوني» په ۱۹۸۲ کال کې د اسرائیلو له برید وروسته له ولسمشر سره وکړل.  په لبنان کې ټولې طوایف د مقاومت ملاتړ کوي.

 د حزب الله دغه چارواکی وویل: د «ولید جنبلات» په مشرۍ دروزیان په فلسطین او لبنان کښې د مقاومت ملاتړ کوی او سنیان جنګیږی.  ډیری مسیحیان د مقاومت ضد غورځنګ د دریځونو ملاتړ نه کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .