د پوهنې سرپرست وزیر له قطر څخه د افغانستان د پوهنې له نظام څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د پوهنې له نظام سره د قطر د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د وږی په ۲۱ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردف القاشوطي سره په ارګ کې وکتل. 

 د پوهنې وزارت سرپرست د دواړو مسلمانو هېوادونو ولسونو مشترکاتو ته په اشارې سره د افغانستان د پوهنې په پیاوړتیا کې د قطر له مرستو مننه وکړه.

 د پوهنې سرپرست وزیر د افغانستان د پوهنې له نظام سره د قطر د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه. 

د قطر د سفارت د پلاوي مشر د دغه وزارت د کارونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .