AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱ ۲۲:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85594167
T T
۰ Persons
د بیلاروس پانګوالو د معدني پروژو سره خپله علاقه څرګنده کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو په پروژو کې د بیلاروس پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن چهارشنبه د وږی ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری په کابل کې د بلاروس د بیلاس شرکت له مسوولینو سره وکتل.

د دغه شرکت مسوولينو د اسلامي امارت له لوري د پانګونې د مناسب چاپېریال د برابرولو له امله خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د کانونو په ګډو پروژو کې د پانګونې، د کاني وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې او د پروسس په برخه کې د فابریکو جوړولو لېوالتیا څرګنده کړه او د انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې پانګونې ته د بیلاروس پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او وویل د کانونو او پټرولیم وزارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې او راجلبولو په موخه قانوني همکارۍ او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .