ملا برادر: له ایران سره به د افغانستان سوداګریزه لاره پیاوړې شي

کابل-ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل: د کابل-غزني د لویې لارې د دوهم لین د جوړولو د کار په پیلیدو سره به د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان تجارتي لاره پیاوړې شي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د وږی په ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل سړک تر ميدان وردګ په سيدآباد ولسوالۍ د دشت توپ سيمي کې دویم لین د لومړي او دویم فاز پرانیسته وکړه. 

 ملا برادر وویل: په ترانسپورتي زیربناوو پانګونه د اسلامي امارت له اساسي او مهمو کارونو څخه ده او د همدې ژمنې د پوره کولو په موخه به نن پر دې مهمه پروژه کار پیل کړي.

هغه زياته کړه: د غزني-کابل دويم سړک جوړېدل د مرکز او سوېل ترمنځ يو اړين پل دى چې په جوړېدو سره به يې سوداګريزې چارې اسانه شي، د مالونو د لېږد رالېږد وخت او لګښت به کم شي او د مسافرینو لپاره ډېرې اسانتياوې به رامنځته شي.

د ملا برادر په وينا، د دغه سړک په جوړېدو سره به لسګونه نوي کاري فرصتونه رامنځته شي او دغه سړک به د کابل او غزني ترمنځ سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال وويل: د کابل-کندهار لويه لار به له مرکز او سوېل سره د نښلولو ترڅنګ له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګريزه لاره پياوړې کړي.

 ملا برادر له ښاريانو وغوښتل چې د دې ملي پروژې په بشپړېدو کې همکاري وکړي، څو کارونه يې پر خپل وخت بشپړ شي.

د ایرنا د راپور له مخې، د کابل-غزني دویم لین ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، ۹ پلونه او ۵۹۴ پلچکونه لري، چې د جوړېدو چارې به یې په ټاکلې موده کې بشپړې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .