AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱ ۲۲:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85594161
T T
۰ Persons

Tags

ملا محمدحسن اخند له قربان قلی بردی محمدوف سره وکتل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت لومړي وزیر او د ترکمنستان ملي مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراختیايي پروژو پر اهمیت سره وکتل.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر ملا محمد حسن اخند نن چهارشنبه د وږی په ۲۱ مه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ټاپي او نورو پرمختیایي پروژو (تیلو او ګازو، ترانسپورت او انرژی) د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان د سلیم چشمې سیمې ته روان شو.

سلیم چشمه سیمې ته په رسېدو سره د سرپرست حکومت لومړی وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد مرادوف او د دغه هېواد یو شمېر نورو چارواکو هرکلۍ وکړ. 

ملا محمد حسن اخند د ترکمنستان له ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف سره د ترکمنستان د ماري ولایت په سلیم چشمه سیمه کې وکتل. 

په دې کتنه کې چې د اجرائیه ریاست اقتصادي مرستیال هم حضور درلود، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو پراختیايي پروژو د تطبیق او د سیمه ییزو پروژو پر اهمیت خبرې وکړ او دا یې د افغانستان او ترکمنستان د خلکو د هوساینه لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې. 

د ایرنا د خبریال له مخې، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کار نن د افغانستان او ترکمنستان د سرپرستو حکومتونو د لوړپوړو چارواکو له خوا په رسمي توګه پرانستل شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .