ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی په ریاض کښې د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د خارجه وزیرانو د ۱۶۱مې غونډې په وروستۍ بیانیه کښې د ایران په اړه ځینې مادې وغندلې او دوی یې تکراري، غیر رغنده او بې ګټې وبلل.
کنعانی د ایران د دریواړه ټاپوګانو په هکله ماده په کلکه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران درې ټاپوګان ابو موسی، تنب بزرګ او تنب کوچک د ایران د اسلامي جمهوریت د خاورې نه بیلیدونکې او ابدی برخه ده.
هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د هستوګنې د جوړولو، د ایران اړوند ټاپوګانو ته د ملی او پوځی چارواکو د سفر او په خپلو ځمکنیو پولو کښې د پوځی مانورونه ترسره کولو په هکله هر ډول څرګندونې د خپل هیواد په خپلواکه چارو کښې لاسوهنه ګڼی او غندي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم د دغې شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په وروستۍ بیانیه کښې د آرش میدان په اړه د کویت د یو اړخیزې ادعا په شمول رد کړه او ویې ویل: تکراری بیانونه او یو اړخیزه ادعاوې هیڅ قانونی ارزښت نه لری او نه د کویټي اړخ لپاره کوم حق ثابتیږی.
کنعانی زیاته کړه: د آرش میدان په اړه یوازینۍ منطقي او ګټوره حل لاره د ښه ګاونډیتوب او ګډو ګټو ته د درناوي پر بنسټ یوې باثباته هوکړې ته د رسېدو لپاره د تخنیکي او حقوقي خبرو اترو میز او دوه اړخیزو خبرو اترو ته راګرځول دي.
هغه همداراز زموږ د هیواد د اټمی پروګرام اړوند مادي ته په اشارې سره زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت تل خپلو نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو ته غاړه ایښې ده، نو د خپل سوله ایز اټومي پروګرام په اړه بې بنسټه څرګندونې بې ارزښته ګڼي.
دبهرنيو چارو وزارت وياند په سيمه کې امنيت يوه واحد کټګوري او نه بېلېدونکې کټګوري وبلله او دټولنې دامنيت دتامينولو لپاره يې دسيمه ييزې همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د بهرنیانو د پوځی شتون د ردولو په ترڅ کښې د سیمې د اوبو او د اوبو د لارو د امنیت په تامینولو کښې خپل موثر او رغنده رول ته دوام ورکوی.
د پیغام پای/
Your Comment