په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د دوشنبې په ورځ د وږی په ١٩مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې مې د بامیان له شریفو خلکو وغوښتل چې د ملي یووالي په ټینګښت کې خپله ونډه واخلي.
هغه زياته کړه: «دښمن په مستقيم او غير مستقيم ډول زموږ د خلکو د ملي يووالي د کمزوري کولو په لاره کې ډېرې چالونه او دسیسې لري.»
د اقتصاد وزارت مرستیال خبرداری ورکړ چې د دښمن په پېچلو او پټو دسیسو کې له پامه مه غورځوئ، ځکه د نظام پیاوړتیا او ملي یووالی، د بریا لامل کېږي.
د ایرنا د خبر له مخې د دې اونۍ په سر کښې د لوړو زده کړو او د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو سرپرست وزیر بامیان ولایت ته سفر وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment