یونیسکو باید د جام د تاریخي منار د بنسټیز پیاوړتیا مسولیت په غاړه واخلي

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور د فرهنګ او هنر معین د یونسکو له موسسې وغوښتل چې د جام د تاریخي منار د بنسټیزې پیاوړتیا لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو دوشنبه د وږی په ۱۹مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له یوه تخنیکي ټیم سره غور ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د جام تاریخي منار له نږدي وکتل.

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د اوفرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي وويل: غور ولايت ته د سفر موخه دوروستيو سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو او په راتلونکي کې د احتمالي خطرونو څيړنه ده.

 هغه زیاته کړه: د کنړ جام سیند وروستیو سیلابونو په ښکاره توګه د جام منار ته زیان نه دی رسولی، خو په راتلونکي کې د طبیعي پېښو او سیلابونو خطر شته، چې احتمالي خطرونه یې په ګوته شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

 عزيزي څرګنده کړه: د لومړي وزير د لارښوونې او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په رهبرۍ د څو وزارتونو تخنيکي ټيم ټاکل شوى چې د دغه منار د پياوړتيا لپاره دايمي پلان جوړ او عملي کړي. 

 هغه د جام منار د انحراف په اړه وروستي تبلیغات ناسم وبلل او زیاته یې کړه: د جام منار په پایښت او ښایست ولاړ دی.

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین له نړيوالو فرهنګي سازمانونو په تيره بيا له يونيسکو څخه وغوښتل چې دجام دتاريخي منار دبنسټيز پياوړتيا په برخه کې خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره کړي .

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .