په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس سه شنبه د وږی په ۱۳ مه په خپله فسبوک پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: د فواید عامې وزارت لخوا د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ د لاډوګګ له غونډۍ څخه تر پلاستو کلي پورې په دوو پوړونو کې د ۱۴ کیلومتره سړک د ترمیم او جوړولو چارې پیل شوې چي هغه د دایکندي ولایت له ارزګان سره او له هغې لارې کندهار ولایت سره نښلوي.
خبرپاڼه زیاتوی: د دې پروژې لومړۍ برخه ۷،۲ کیلومتره اوږدوالی او د ۸ میلیونو ۳۲۸ زره ۴۴۲ افغانیو په ارزښت او دویمه برخه یې ۶،۷ کیلومتره اوږدوالی او د ۶ میلیونه ۶۷۱ زره ۵۵۸ افغانیو په ارزښت دی چي د فواید عامې وزارت او دوه رغونه او سړکونه شرکتونو سره تړون يي لاسلیک شوی، او د جوړولو کار یې په رسمي توګه پیل شوی او اوس یې په ساحه کې کار روان دی.
حقشناس زياته کړه چې د دغه سړک په ترميم او جوړولو سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د کرنيزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرېږي.
د پیغام پای/
Your Comment