په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي له روغتیا نړیوال سازمان د حوزوی مشر مېرمن حنان بلخي ، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ایدوین سینیزا سلاودر او د پولیو د له منځه وړلو د ختيځ مديتراني څانګې مشر ډاکټر حامد جعفري په کابل کې کتلي دي.
په دې کتنه کې مولوي نورجلال جلالي د روغتيايي خدمتونو د پراختيا، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ساري ناروغيو د مخنيوي په اړه يادونه وکړه.
نوموړي د عاجلو او لنډ مهاله مرستو تر څنګ د پراختیايي او دوامداره مرستو پر اړتیا هم مفصلې خبرې وکړې او د روغتیايي سیستم د پراختیا لپاره یې اړینې وګڼلې.
له بلې خوا د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې میرمن بلخي د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د دایمي، بنسټیزو او نړیوالو مرستو پر جلبولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره باید ډیر کار وشي او په دې برخه کې موږ د هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
د پیغام پای/
Your Comment