AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲ ۲۱:۴۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85585981
T T
۰ Persons

Tags

صهیونیسټان: موږ د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو په وړاندې سخت او ستونزمن کار لرو

 کابل- ایرنا- حزب الله د اربعین ورځی عملیات د صهیونیسټ رژیم د چارو د شنونکو او څارونکو ذهنونو بوختول ته دوام ورکوي. 

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، دحزب الله او صهیونیسټی رژیم ترمینځ د غیر مساویانه جنګ او له تل آویو څخه د واشنګټن له هرډول ملاتړ سره سره، د حزب الله د ځپلو جنګ صهیونیسټانو ته ستر ګوزار ورکړی او د اګست په ۲۵ نیټه د اسلامی مقاومت د «اربعین ورځی» عملیات د صهیونیسټي محافلو ځان سره بوخت کړي دي.

د صهیونیسټي پوځي اډې «یانت» پوځي شنونکي «یواف زیتون» د دې ورځې نوي جزئیات په ډاګه کړل او اعلان یې وکړ: اسرائیل د تیرې یکشنبې په ورځ د حزب الله د حملې په ترڅ کې د «دیبورا» په کښتۍ کې د سمندري «ډیوید موشه» د وژل کیدو د غمیزې په اړه څیړنه کوي.

اسراییل راتلونکي ته تیاری نیسي، د راکټ لانچرونو څخه زده کړه کوي او د ٢٠٠٦ کال جګړې راهیسې د حزب الله تر ټولو لوی برید چې موخه یې د تعقیبی توغندیو د اسرایل د هوایي دفاعي سیسټم خالي کول وو.

هغه زیاته کړه: دغه برید د فلسطین په وخت د سهار په ۴:۳۷ بجو پیل شو او شاوخوا دوه نیم ساعته یې دوام وکړ.  

حزب الله ۲۵۰ توغندي او ډرون د ګیلوت په ګډون په ځینو هدفونو ویشتلي. حزب الله له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې معمولي او لوی راکټونه توغولي دي. بریدونه دقیق وو او وروسته واحد ځانمرګی بریدګر پیل کړل.

ستونزه دا ده چې الوتکې د لبنان له جنوب څخه په ټیټه ارتفاع کې الوتنې کوي، چې د اسراییلو پوځ او رادارونو ته د ډرون کشف کول ستونزمن کوي.

عبراني رسنیو د صهیونیسټي رژیم د هوايي نظام د قوماندان له قوله لیکلي دي: غزه یوه میداني سیمه ده او هر ډزو چې په اسمان کې لویږي په اسانۍ سره معلومیږي او له همدې امله په څو ثانیو کې د الارم غږیږي. په الجلیل کې وضعیت بل ډول دی او هلته موږ له ننګونې سره مخ یو.

 موږ د حزب الله په نوم له یوه هوښیار دښمن سره مخامخ یو، چې خپل ټول قوت یې نه دی روښانه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .