په کابل کې د ایرنا د خبریال په وینا، د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند چې د ازبکستان د حکومت په رسمي بلنه ترمز ښار ته سفر کړی و، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
هغه وویل: د دغه مرکز پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې یو مهم ګام دی. برادر وویل، دا مرکز به په دواړو هیوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او د کار پیدا کولو ته وده ورکړي، د محصولاتو او توکو لپاره نوي بازارونه معرفي کړي، او په ټولیزه توګه اقتصادي وده ګړندۍ کړي.
برادر پر دې ټينګار وکړ چې دا يوازې يو سوداګريز مرکز نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او مشارکت نوی فصل دی چې د دواره هیوادونو د وګړو د اوږدمهاله هوساینې او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.
ملا برادر آخوند د دغه مرکز پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا به د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره یو مهم اقتصادي مرکز او سوداګریزه دروازه جوړه کړي. د دې ترڅنګ د سوداګرۍ مرکز به د تکنالوژۍ او نوښت په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ پياوړې کړي.
د ملا برادر اخند په وینا، دغه مرکز به د افغان او ازبک سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي، دوی به وکولای شي د خپلو محصولاتو لپاره مناسب بازار ومومي او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې به فعاله ونډه واخلي.
د پیغام پای/
Your Comment