په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهشنبه د وږی ۶ مه سهار وختي په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: د افغانستان د امر به معروف او نهی از منکر د قوانینو په اړه د یوناما په ګډون د ځینو خواوو اندېښنې چی د اسلامي امارت د رهبر لهخوا توشیح شوی دی، او په رسمي جریده کې خپاره شوي، بې اساسه دي.
مجاهد وویل: موږ په هر اړخیزه توګه اعلان کوو چې دغه شرعي احکام چې یوه سریزه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، له اسلامي سرچینو څخه اخیستل شوي او د حنفي اسلامي شریعت په رڼا کې ترتیب شوي دي.
هر قانون، هره ماده او هره فقره یې له معتبرو او منل شویو فقهي منابعو را اخستل شوې او ټولې سرچینې یې په فوټ نوټ کې لیکل شوې دي.
خبرځاى زياته کړه: که کوم غير مسلمان د دغو قوانينو په باب انديښمن وي او رد يې کړي نو لومړى دې له اسلامي قوانينو ځان خبر کړي او اسلامي ارزښتونو ته دې درناوى وکړي. موږ د اسلامي شريعت پر وړاندې دا ډول لاريون د دوى ګستاخي ګڼو.
مسلمانان بايد په دې قوانينو، چې د شريعت احکام دي، ځان خبر کړي او په دې اړه له خپلو علماوو پوښتنه وکړي. د یو مسلمان له خوا د دغو قوانینو رد یا نیوکه د هغه د دین څخه د ناپوهۍ او حتی د ایمان د زوال په معنی ده.
ده وويل: افغانستان يو اسلامي هېواد دى او په اسلامي ټولنه کې اسلامي احکام نافذ دي. د قرانکریم د نصوصو په حواله ویل شوي، په ښو کارونو امر کول او له بدو څخه د خلکو منع کول د هر مسلمان او اسلامي حکومت دنده ده، نو د امر به معروف او نهی از منکر وزارت دنده لري چې شکایتونه واوري او دغه شرعي احکام پلي کړي .
د سرپرست حکومت وياند زياته کړه: د دغو اسلامي قوانينو د تطبيق لپاره هيڅوک بايد انديښمن نه وي، هيڅوک به تر پښو لاندې نه شي، ظلم او سرغړونې به نشي او دغه قوانين به په مناسبو لارو چارو پلي شي. دا قواعد د هیچا لپاره محدودیت ندي، او دوی په ډیر نرمۍ سره پلي کیږي.
هغه ټینګار وکړ، چې له بېلابېلو لوریو دا ډول بې بنسټه اندېښنې د اسلامي امارت پر موقف هېڅ اغېز نه شي کولای، ځکه موږ د شریعت د تطبیق او انفاذ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او د مجاهد ملت او پاک شهیدانو ارمانونو ته ژمن یو.
د پیغام پای/
Your Comment