AP ۱۴۰۳ وږی ۷ ۱۱:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85580779
T T
۰ Persons

Tags

افغان پوځي اتاشی په تهران کې خپل کار پیل کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷ ۱۱:۲۲
News ID: 85580779
افغان پوځي اتاشی په تهران کې خپل کار پیل کړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت په تهران کې د دغه وزارت د پوځي اتاشی د کار پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه د وږی په ۶ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت نظامي اتاشی په تهران کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

خبرځاى زياته کړه: د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د اړتيا له مخې حاجي محمد شفيق په رسمي ډول په تهران کې د افغانستان د پوځي اتاشی په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ. 

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي دفاع وزارت په ایران کې د پوځي اتاشی ځای پر ځای کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام ګڼي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .