په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی په ۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز د مهاجر دلي سيمه د منګجک په ولسوالۍ کي پرانیست.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل: د منګجک ولسوالۍ خلک له شلو کلونو راهیسې له روغتیايي خدمتونو بې برخې وو، نو د عامې روغتیا وزارت د دې ولایت د ځوریدلی او مظلومو خلکو لپاره دغه روغتیايي مرکز جوړ کړ.
د نوموړي په خبره، په دې ولسوالۍ کې به د پنځوس زره امریکايي ډالرو په لګښت شاوخوا شپاړس زره کسان تر روغتیايي خدماتو لاندې راشي.
مولوي صاحبزاده ژمنه وکړه چې د دغه روغتيايي مرکز پاتې چارې به هم ډېر ژر بشپړې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment