په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د قطر د سفارت له سلاکار مردف القاشوطی سره د لیدنې خبر ورکړ.
په دې کتنه کې مردف القاشوطی وویل: قطر له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او غواړي له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
هغه زیاته کړه: د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ به د یو شمېر ځوانانو لپاره د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه لنډ مهاله روزنیز پروګرام جوړ کړي.
القشوطي همداراز د اسلامي امارت او قطر د اړیکو د ارزښت په اړه وویل: هڅه کوي د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قطر او اسلامي امارت ترمنځ د همکاریو او مثبتو اړیکو د پراختیا قدرداني وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان دوست وباله.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل: هغه غونډه چې د قطري چارواکو په همکارۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې جوړېږي، د ستاینې وړ ده.
هغه څرګنده کړه، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، صنعت او پانګونې برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو لېوالتیا لري.
دغه سرپرست حکومت له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراخیدو په اړه وویل: افغان حکومت له اسلامي نړۍ هیله لري چې افغان ځوانانو ته په خپلو هیوادونو کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
د افغانستان سياسي مرستيال د فلسطين د مسئلې په اړه د قطر د دريځ او سياست قدرداني وکړه او د اسلامي نړۍ مسووليت ته يې په اشارې سره وويل، اسلامي امارت د فلسطين خپلواکه دولت غواړي.
د پیغام پای/
Your Comment